د اوه خشکه بندرونو او اقتصادي زونونو د ماسټر پلان د ترتیب تخنیکي کمېټې ناسته وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې د اسانتیا واحد له لوري د اړوندو ادارو او خصوصي سکتور استازو په ګډون د هېواد د اوو خشکه بندرونو او اقتصادي زونونو د ماسټر پلان د ترتیب د تخنیکي کمېټې غونډه وشوه.
دغه غونډه کې د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب او اړوندو ادارو استازو له ساساکي شرکت سره د هېواد د ۷ وچ بندرونو او اقتصادي زونونو د ماسټر پلان د ترتیب او ستونزو معلومولو په هکله د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدایت تطبیق او د دغه ماسټر پلان د ترتیب لپاره د مربوطه ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکاریو رامنځته کولو په اړه بحث او نظرونه شریک شول.
ښاغلي نصیب په دې برخه کې له ټولو اړوندو ادارو وغوښتل چې خپل معلومات را ټول او له ساساکي شرکت سره د ماسټر پلان جوړولو کې لازمه همکاري وکړي.
دغه راز د هېواد د اوو خشکه بندرونو او اقتصادي زونونو د ماسټر پلان ترتیب، د عمل پلان او د افغانستان بندرونو کې شته شاخصونو په تړاو پریزینټیشنونه هم وړاندې شول.
د غونډې په پای کې د ټولو ادارو دندې او مسوولیتونه مشخص شول او د ادارو له استازوغوښتنه وشوه، چې خپل نظرونه، وړاندیزونه او طرحې شریکې کړي ترڅو، د سبا ورځ غونډه کې له ساساکي شرکت سره پرې بحث وشي.