د چارو ادارې لوی رئیس د ښځو د حقونو يو شمېر فعالانو سره د جينيوا کانفرانس د ژمنو تطبيق او تعقیب کې د دوی د نقش په اړه بحث وکړ

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو سره د جينيوا کانفرانس کې د افغانستان د ژمنو د تطبيق د عمل پلان او د تعقيب سند ترتيب کې د‌ دغو د رول په تړاو بحث او تبادل نظر وکړ.
د ښځو‌ حقونو فعالانو په دې ليدنه کې د سولې بهیر، حکومتولۍ او لويو ملي پروسو کې د ميرمنو د‌ ونډې د‌ څرنګوالي برخه کې خپل وړانديزونه شريک کړل او دغو برخو کې يې د‌ حکومت د‌ مشرتابه د ځانګړي توجه غوښتنه وکړه.
ډاکټر فضلي د‌سولې تامين او د‌ نظام دفاع کې د ميرمنو د مبارزې او هڅو د مننې ترڅنګ وويل، د جينيوا کانفرانس کې د افغانستان لپاره د نړيوالې ټولنې مرستې مشروط دي او تمويل کوونکو هېوادونو د وزيرانو کلنۍ غونډه کې د د تعهداتو تطبيق څيړل کيږي او د‌ دغو ژمنو د‌ ښه تطبيق صورت کې امکان لري مرستې زياتوالی پيدا کړي.
د چارو ادارې لوی رئیس وویل، چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جلالتمآب جمهور رئیس د لیدلوري مطابق د جينيوا د ژمنو عملي کولو لپاره د مشخص تقويم په اساس د عمل واضح پلان ترتيب او اعلانيږي.
نوموړي زياته کړه، چې د جينيوا د‌ ژمنو د‌ تطبيق د‌ تعقیب د ميکانيزم سند هم چمتو دی، چې په هغه کې يوازې د‌ حکومت نظارتي نقش کافي نه دی، بايد د‌ ښځو د حقوقو فعالان، مدني ټولنې او رسنۍ هم له هغه جدي څارنه وکړي.
ډاکټر فضلي وويل، د‌ جينيوا د ژمنو د تطبيق د‌ تعقیب د ميکانيزم سند کې د‌ ميرمنو نظرونه اړين دي او ستاسو د نظرونو د شاملولو وروسته به دغه سند د تاييد لپاره د افغانستان اسلامي جمهوريت کابينې ته لاړ شي.