د هيواد د اوبو سرچینو د مدیریت په اړه د همغږۍغونډه وشوه


د هېواد د اوبو سرچینو د مدیريت په اړه د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېريال عالي شورا د ځانګړې غونډې د موضوعاتو د بحث په موخه د همغږۍ غونډه وشوه.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د دولت د چارو انسجام مرستیال ډاکټرعبدالکریم توتاخېل د ادارو له لوري په خپل وخت د اجرااتو او تخنيکي مسایلو څرنګوالي په تړاو ټینګار وکړ او د اوبو د سرچینو مدیریت کې یې د اړوندو ادارو د همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام چارو رئیس شاپور ژمن د اوبو، ځمکو، ښاري پراختيا او چاپيریال عالي شورا د ځانګړې غونډې د پرېکړې معلومات وړاندې کړل او د ادارو ترمنځ د همغږۍ د څرنګوالي، د وزارتونو کمېټو جوړولو او د دغې شورا د پرېکړو د تحقق په اړه یې خبرې وکړې.
دغه راز د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې رئیس خان محمد تکل د دې ادارې له لوري د ترسره شوو کارونو، پلانونو او پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل ویې ویل، د شورا د پرېکړو د تحقق په موخه دغه اداره د افغانستان د اوبو سرچینو د مدیریت لپاره له نورو ادارو سره اسناد او تحلیلونه شریکوي ترڅو، هغوی خپل تخینکي نظرونه وړاندې کړي.
له دې سره د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې مسوولینو په جلا جلا پریزینټيشنونو کې د وچکالۍ برخه کې له وړاندې تدابیرو، د یخچالونو تحلیل، یخچالي جهیلونو او د اقلیم په بدلون یې د اغیزو، د سیلاب او وچکالۍ د مدیریت ملي پالیسۍ په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې له لوري ترتیب شوي اسنادونه له نورو ادارو سره شریک شي او په اړه یې د هغوی تخنیکي نظرونه په کتبي بڼه وړاندې شي ترڅو، په راتلونکې غونډه کې له تخنیکي بحثونو او واحدې پایلې وروسته د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال عالي شورا ته وړاندې شي.