د افغانستان د جلغوزو صادراتو او بازار پراختيا په موخه غونډه وشوه


د جمهوري رياست د چارو ادارې د پانګونې د اسانتيا واحد د پانګونې د ملاتړ رياست له لوري د جلغوزو د پروسس او صادرونکو د اتحاديو مشرانو په ګډون د افغانستان د جلغوزو د معياري پروسس، نړيوال مارکيټ ته يې د صادراتو پراختيا، د چين بازارونو کې د برازيل په نوم د افغانستان د جلغوزو د پلور مخنيوي په تړاو غونډه وشوه.
په پېل کې د پانګونې د ملاتړ رياست له لوري د افغانستان د جلغوزو د توليد اوسني ظرفيت، د داخلي او نړيوال بازار تقاضا او په کور دننه جلغوزو د معياري پروسس زمينې برابرولو په تړاو پريزينټيښن وړاندې شو.
دغه راز د افغانستان د جلغوزو د صادراتو ټولنې مشر يحی خان ځدراڼ، د جلغوزو د پروسس فابريکې مشر او نورو ګډونوالو د جلغوزو د کلني توليد، پروسس، صادراتو، کابل ولايت کې د جلغوزو د پروسس لپاره د ځانګړي صنعتي پارک جوړيدو او له چينايي کمپنۍ سره د افغانستان د تورو جلغوزو د پروسس قرارداد شته ستونزو په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه شريک کړل.
پريکړه داشوه، چې د جمهوري رياست عالي مقام سره د جلغوزو د پروسس او صادراتو ستونزو شريکولو وړاندې ټولې ستونزې او غوښتنې توحيد شي، دغه راز نړۍ ته د افغانستان د جلغوزو د طبعي کيفيت او خصوصيت د معرفي کولو په موخه لومړی کابل او بيا د چين پلازمېنه کې نندارتون جوړ شي، چې ورسره د افغان جلغوزو محصولاتو کې دبرازيلي جلغوزو د تقلب مخه ونيول شي.