د جینوا کنفرانس د ژمنو د تطبیق څرنګوالي د عمل پلان د بحث په موخه همغږۍ غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام چارو ریاست له لوري د جینوا کنفرانس د ژمنو د تطبیق د اسنادو، میکانیزمونو او څارنې د عمل پلان د بحث په تړاو غونډه وشوه.
د مالیې وزارت د پاليسۍ معینیت سرپرست ناصر صدیقي د دغه وزارت له لوري د ترتیب شوو اسنادو او له نورو ملي او نړیوالو ادارو سره د همغږۍ په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل، چې دغه وزارت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې پرېکړو او د جمهوري ریاست د عالي مقام د نورو هدایاتو په رڼا کې عمل کوي.
دغه راز د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام چارو رئیس شاپور ژمن د جینوا کنفرانس د ژمنو د تطبیق څرنګوالي د نظارت د عمل پلان په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ وویل، د چارو ادارې لوی ریاست به په څلورو برخو، اسانتیاوو، ملاتړ، څارنې او مثبت فشار لپاره کار وکړي او نور اړونده موضوعات د اړوندو وازرتونو پورې تړاو لري.
دغه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د مالیې وزارت او د چارو ادارې له لوري ترتیب شوي اسناد دواړه لوري مطالعه کړي او د هغې مطابق د جینوا کنفرانس د تعهداتو د تطبیق څرنګوالي د تعقیب او څارنې په موخه واحد سند ترتیب شي.