له هېواد بهر د افغان محصلینو د ستونزو څېړلو او غوښتنو په موخه ویډیو کنفرانس ترسره شو


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو یاست له لوري د چارو اداري د دولت د چارو انسجام مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ په بهرنیو هېوادونو کې د افغان محصلینو د ستونزو او غوښتنو د اوریدو په موخه ویډیو کنفرانس وشو.
په دغه غونډه کې، چې د لوړو زده کړو او بهرنیو چارو وزارتونو استازو هم حضور درلود، په بهرنیو هېوادونو کې مېشتو افغان محصلینو لپاره په ټاکلې موده کې د جیب مصرف او میاشتنۍ پیسو نه ورکړې، د محصلینو د ستونزو حل برخو کې د سفارتونو د همکارۍ نشتوالي، په ټاکلي وخت کې د ویزې نه صدور کیدل خپلې لوی ستونزې وښودلې او د دغو ستونزو د حل کیدو غوښتنې یې وکړې.
د بهرنیو چارو او لوړو زده کړو وزارتونو استازو د محصلینو د ستونزو د موجودیت تایید ترڅنګ، ژمنه وکړه، چې د محصلینو د ستونزو حل کې به جدي اقدامات کوي او د افغانستان سفارتونه به اړوندو ځایونو کې د افغان محصلینو ستونزې حل کوي.
د غونډې پای کې پرېکړه وشوه، چې محصلین خپلې ټولې ستونزې په لیکلي ډول له چارو ادارې سره شریکې کړي او د بهرنیو چارو وزارت افغان سفیراتو ته هدایت وکړي ترڅو، له افغان محصلینو سره جدي همکار يوکړي.
دغه راز د لوړو زده کړو او فرهنګي آتشو فعالیتونه ارزیابي کیږي او د محصلینو د مدت معاش او جیب خرچ ستونزه به له مالیې وزارت سره تعقیب کیږي.