د نړيوالو معاهداتو د پړاوونو د طی کولو د چټکتيا څرنګوالي په اړه غونډه وشوه


د جمهوري رياست د چارو ادارې د کابينې د چارو انسجام رئيس وحيد حليم يار په مشرۍ د بهرنيو چارو وزارت د حقوقو او معاهداتو د رئيس او د هغه د مرستيال، د چارو ادارې د نړيوالو اړيکو رياست مرستيالې په ګډون د نړيوالو معاهداتو د طی مراحلو د چټکټيا او د کابينې غونډو ته د يي د وړاندې کولو څرنګوالي او دغه برخه کې د همغږۍ د پياوړتيا په موخه غونډه و شوه.
غونډه کې د هغو نړيوالو معاهداتو د نوملړ، سکتور بندۍ،لومړيتوبونو،اهميت او استعجاليت په اړه بحثونه تبادله او لازمې پرېکړې وشوې چې دا.ا.ج د کابينې تائيد یا تصويب ته اړتيا لري