د چارو ادارې لوی رئیس د ولایتي شوراګانو له رهبرۍ سره د سیمه ییزې حکومتولۍ څارنه او د فساد پر ضد مبارزه بحث کړه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي نن د هېواد د ټولو ولایتي شوراګانو له رهبرۍ او غړو سره د ارګ په ډبرینه ماڼۍ کې ولیدل او د سیمه ییزې حکومتولۍ د څارنې، د فساد پر وړاندې مبارزې او سولې بهیر په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د ولایتي شوراګانو د همغږۍ شورا رئیس عطامحمد حق بیان او د پروان د ولایتي شورا رئیس امین الله شکوري د ولایتي شوراګانو په استازیتوب له جمهوريت او لاسته راوړنو یې د ملاتړ ترڅنګ په چارو اداره کې د ولایتي شوراګانو د ستونزو شریکولو د ادرس ، له ولایتي شوراګانو سره د همکارۍ په اړه د جلالتماب جمهور رئیس د حکم د تطبیق او نورو مسایلو په اړه خپلې غوښتنې وړاندې کړې.
دوی په ملي بهیرونو کې د ولایتي شوراګانو د همیشني مثبت رول په یادولو سره ډاډ ورکړ، چې دغه رول ته به په قوت سره دوام ورکوي.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د فساد پر وړاندې مبارزه او نورو نظارتي برخو کې د دغو شوراګانو پر جدي رول له ټينګارسره وویل: جلالتماب جمهور رئیس او نړیواله ټولنه د سولې مشورتي لویو جرګو د پریکړو په استناد تلپاتې او باعزته سوله ، اوربند، د وینې توییدو پای ، د ملت ارادې ته درناوی او د ټاکنو په وسیله له یوه زعیم څخه بل ته د مسوولیتونو لېږد غواړي او له دې پرته بل فورمول نه مني.
د چارو ادارې لوی رئیس زیاته کړه: سره له دې، چې ولایتي شوراګانې له سیمه ییزو ارګانونو سره کاري اړیکې لري، خو د جمهوري ریاست بنسټ به هم ورسره همغږي ساتي او د اړیکو ادرس ورته جوړوي.
نوموړي له ولایتي شوراګانو وغوښتل، چې د سکتوري ریاستونو پر چارو د څارنې په اړه یوه مسوده جوړه کړي، څو له وروستي کیدو سره یې جلالتماب جمهور رئیس لاسلیک او عملي کیدو ته زمینه برابره شي.
ښاغلي فضلي د ولایتي شوراګانو په اړه د جمهوري ریاست د احکامو د تعقیب ډاډ ورکړ او له وکیلانو یې وغوښتل، چې له متوازنې پراختیا څخه د برخمنیدو په موخه خلک د الکترونیکي تذکرو اخیستو او په دې ډول د خپلو ولایتي د واقعي نفوس څرګندولو ته وهڅوي.