د چارو ادارې لوی رئیس د میدان وردګ ولایت له قومي مشرانو، علماوو او سپین ږیرو سره وکتل


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د میدان وردګ ولایت د نرخ، جلریز او د بهسودو لومړۍ برخې او مرکزي ولسوالیو له قومي مشرانو، علماوو او سپین ږیرو سره وکتل
په دې ليدنه کې، د میدان وردګ يو شمېر مشرانو د روغتیا، پوهنې او لوړو زده کړو د پیاوړتیا او نورو دولتي خدمتونو په برخو کې خپلې ستونزې بيان او په حل کې يې د مرکزي ادارو د دوامدارې همکارۍ غوښتنه وکړه.
هغوی د بریښنایی تذکرو د ویش له پروسې د ملاتړ ترڅنګ د دې مرکزونو د زیاتوالي غوښتنه وکړه او ویې ویل چې ولایت يې له درېیمې، دویمې درجې ته لوړ شوی، خو لاهم د درېيمې درجې بوديجه او امتیازات ترلاسه کوي.
دوی د چارو ادارې لوی رئیس څخه د نورو ولايتونو بازارونو ته د دغه ولایت د کرنیزو محصولاتو په لیږدولو کې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضلي په داسې حال کې، چې د نظام د ملاتړ له کبله د میدان وردګو د خلکو د ملاتړ قدرداني وکړه؛ غوښتنو ته يې د شخصي رسيده ګۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د مرکزي اداراو په وسيله به يې تعقيب کړي.
د چارو ادارې لوی رئیس ژمنه وکړه چې د دې غونډې پایلې او د خلکو وړاندیزونه به له جلالتماب جمهور رئیس سره شریک او د عالي مقام د لارښوونې له ترلاسه کولو سره به ورته ته جدي کار وکړي.