د چارو ادارې لوی رئیس د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست سره د دغه وزارت د اصلاحاتو پر میکانیزم بحث وکړ

 

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له نوماند او سرپرست ډاکټرحمیدالله فاروقي سره په دغه وزارت کې د اصلاحاتو د میکانیزم او د فساد د مخنیوي په اړه بحث وکړ.
ډاکټر فاروقي وویل، چې د جلالتماب جمهور رئیس د لیدلوري له مخې به د شهیدانو او معلولینو وزارت پر یوه ښه مسیر روان شي او دوی په دې اړه د اغیزناکو خدمتونو او فساد ضدې مبارزې پر میکانیزم کار کوي.
د چارو ادارې لوی رئیس په دغه وزارت کې د ډاکټر فاروقي د اصلاحي پروګرامونو په هرکلي سره وویل، چې د اصلاحاتو او فساد ضدې مبارزې ترڅنګ دې له سرچینو څخه د معقولې ګټې اخیستنې په اړه هم تمرکز وشي.