د چارو ادارې لوی رئیس د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سره د داخلي بې ځایه شویو د تثبیت لومړنۍ طرحه بحث کړه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر نور رحمن اخلاقي سره د داخلي بې ځایه شویو د تثبیت لومړنۍ طرحه وڅیړله.
په دې ناسته کې ښاغلي اخلاقي د یادې طرحې په اړه معلومات وړاندې او وویل، چې د داخلي بې ځایه شویو له کره تثبیت سره به د فساد د مخنیوي ترڅنګ د خدماتو زمینه برابره شي.
د چارو ادارې لوی رئیس د داخلي بې ځایه شویو د تثبیت د دغې طرحې په هرکلي سره دوی ته د مرسته رسولو بهیر کې د فساد په مخنیوي او دغه راز ورته د الکترونیکي تذکرو پر ویش ټینګار وکړ.