د بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست د ستونزو د حل په موخه د همغږۍ غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د بدني روزنې د لوی ریاست د طرحو، پروګرامونو او ستونزو اوریدو، د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون څخه د یاد ریاست د ورزشي فعالیتونو پوښښ او نشر په تړاو د همغږۍ غونډه وشوه.
د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي مرستیال حمیدالله کبیر د خپلو طرحو، برنامو او ستونزو په اړه خبرې وکړې زیاته یې کړه، ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د هېواد په ټولو ولایتونو کې 100 ټورنمنټونه جوړ شي او د ملي راډیو ټلویزیون له طریق یې د دغو سیالیو د خپرولو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون عمومي ریاست مرستیال عبدالغني مدقق د ملي راډیو ټلویزیون له لارې د دغو ټورنمنټونو پوښښ او نشر کې د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.
د غونډې پای کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس محبوب شاه محبوب وویل، چې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست د ستونزو حل برخه کې به د اړوندو ادارو ترمنځ لازمه همغږۍ رامنځ ته کړي.