د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس د امریکا سفارت له مرستیال سره هېواد کې د اقتصادي او پانګونې شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې


د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب کابل کې د امریکا سفارت مرستیال جان جی مک کری او د دغه سفارت د اقتصاد او سوداګرۍ مسوول الکس هاکس سره په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې په شته فرصتونو بحث وکړ.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا واحد رئيس په هېواد کې د موجود اقتصادي فرصتونو یادولو ترڅنګ، په سوداګرۍ او ټرانزیټ کې د خصوصي سکتور ستونزو ته اشاره وکړه.
د امریکا د سفارت مرستیال د پانګونې د اسانتیا واحد له فعالیتونو ملاتړ وکړ ویې ویل، دوی چمتو دي چې د خصوصي سکتور او پانګونې جذب برخو کې هر اړخیزې همکارۍ وکړي.
ښاغلي جان جی مک کري وویل، د مالي پراختیا شرکت ((DFC چمتو دی د معادن او برښنا تولید برخو کې امکان سنجي وکړي او له هغو شرکتونو سره مالي ملاتړ کوي چې په دغه برخه کې پانګونې ته حاضر دي.
د امریکا سفارت مرستیال وویل، د سوداګرو د ستونزو حل، د تجارتي او ټرانزیټي اسانتیاوو برخه کې به لازمې همکارۍ وکړي.
د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس وویل، دغه واحد هېواد کې د خصوصي پانګونې لپاره اسانتیاوې برابروي او د افغانستان خصوصي سکتور سره په همغږۍ به د افغان سوداګرو او امریکایي شرکتونو ترمنځ د پانګونې فرصتونه برابرکړي.