د چارو ادارې لوی رئیس د جاپان سفیر سره د فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړې


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په کابل کې د جاپان سفیر ښاغلي تاکاشي اوکادا سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د چارو ادارې لوی رئیس د جاپان حکومت او خلکو نه د دوامداره مرستو؛ په ځانګړي ډول د ۱۲۲،۲ میلیونه ډالره تازه مرستې له کبله د مننې ترڅنګ د جاپان سفیر سره د فساد پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان د حکومت د لاسته راوړنو او هڅو په اړه بحث وکړ.
د جاپان سفیر، د فساد پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان د حکومت د هڅو ستاینه وکړه او وویل، چې د جاپان حکومت د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر او پکې د ۱۹ کلنو لاسته راوړنو د خوندیتوب ملاتړ کوي.