د کار او ټولنیزو چارو وزارت ستونزو ته د رسیدو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه


د کار او ټولنیزو چارو وزارت ستونزو ته د رسیدنې په موخه د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د یاد شوي وزارت د مرستیالانو په ګډون د همغږۍ غونده وشوه.
په دې غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار د چارو مرستیال سید عبدالکریم هاشمي او د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني د خپلو کاري پروګرامونو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه خبرې وکړې.
د غونډ‌ې په پای کې پریکړه وشوه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیالان به د خپلو ستونزو او طرحو په اړه یو یادښت جوړ او د تعقیب لپاره د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست ته وسپاري.