په چارو اداره کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق قانون په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو


اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د قانون په اړه د عامه پوهاوي برنامه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د کمیشنر حمدالله ارباب او د دغه کمېسیون د مسوولینو له لوري د جمهوري ریاست د چارو ادارې د مطبوعاتو رئیس خوشحال خلیل او اړوندو ریاستونو د مرستیالانو حضور کې ترسره شوه.
د چارو ادارې د مطبوعاتو رئیس خوشحال خلیل اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له همکاریو اوهڅو د مننې ترڅنګ، د خلکو او متقاضیانو لپاره د اطلاعاتو شریکولو کې د چارو ادارې او اړوندو جانبي واحدونو ژمنه اعلان کړه.
نوموړي وویل، د چارو ادارې د اطلاع رسونې په موخه د مسوولینو د ټاکلو ترڅنګ، اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق قانون تطبیق لپاره هڅې کړي او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون سره به تلپاتې همکاري ولري.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنر حمدالله ارباب د کمېسیون د فعالیتونو د شریکولو سربیره د محرم اسنادو او د هغې څرنګوالي په تړاو وویل، چې د دغه قانون مطابق ادارې مکلف دي د روڼتیا، ادارې فساد سره مبارزې او ښې حکومتولۍ په موخه د خلکو لپاره لازم اطلاعات شری کړي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مسوولینو د دغې برخې قانون او نورو فعالیتونو، د اطلاع رسونې د مسوولینو دندو او د دولتي ادارو مکلفیت په اړه پریزینټیشن هم وړاندې کړ.