د چارو ادارې لوی رئیس د خوړو او درملو ملي ادارې لوی رئیس معرفي کړ

 

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په عامې روغتیا وزارت کې د یو شمیر وزارتونو د سرپرستانو، د ملي شورا غړو، سیاسي شخصیتونو او روغتیایي سکتور د منسوبینو په ګډون د جوړې شوې غونډې پرمهال د خوړو او درملو ملي ادارې لوی رئیس ډاکټر محمد ابراهیم شینواری نوې دندې ته ور وپیژاند.
د غونډې په پيل کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د روغتیایي سکتور د اصلاحاتو لپاره د جلالتماب جمهور رئیس او چارو ادارې د لوی رئیس د ځانګړې پاملرنې مننه وکړه.
وروسته د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام مرستیال دوکتور عبدالکریم توتاخیل د خوړو او درملو د ملي ادارې د جوړیدو او لوی رئیس د ټاکلو په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام فرمان ولوست.
د خوړو او درملو د ملي ادارې لوی رئیس ډاکټر محمد ابراهیم شینواري د جلالتماب جمهور رئیس له باور او چارو ادارې څخه د کاري اسانتیاوو د چټکتیا له کبله مننه وکړه.
هغه د خپلو کاري پلانونو د بیانولو ترڅنګ ټینګار وکړ، چې د خوړو او درملو په برخه کې به د اساسي اصلاحاتو لپاره کار وکړي.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د خوړو او درملو ملي ادارې جوړیدل د اداري پړسوب او موازي ادارو د انسجام، اصلاحاتو او فساد پرضد مبارزې لپاره په جینیوا کنفرانس کې د افغانستان د حکومت له ژمنو یاد کړ.
ډاکټرفضلي: د ادارې د تشکیل له بشپړیدو وروسته به دغه تشکیل پارلمان ته د تصویب لپاره واستول شي، دا اداره به د با کیفیته درملو د واردیدو او خوراکي توکیو د کیفیت لوړیدو ترڅنګ په کوردننه د درملو د تولید د زیاتوالي او پياوړتیا لپاره اساسي کارونه وکړي.
د چارو ادارې لوی رئیس د ډاکټر ابراهیم شینواري د کاري او شخصيتي وړتیاوو د یادونې ترڅنګ په نوې دنده کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او وویل، چې په روغتیایي سکتور کې به زر نور مهم اصلاحاتي بدلونونه هم راوستل شي.