د مس عینک کان سپړنې په وړاندې شته ستونزو حل اوعملي چارو پېل په اړه غونډه وشوه
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په مشرۍ د کانونو او پترولیم، ښارجوړونې او ځمکو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو د رهبرۍ حضور کې له چینایي کمپنۍ سره د مس عینک کان د استخراج په وړاندې شته حقوقي او تخنیکي ستونزو او دغه راز د کان شاوخوا سیمې اوسیدونکو لپاره د بدیل استوګن ځایونو د برابرو په تړاو غونډه وشوه.
په پېل کې ښاغلي فضلي د مس عینک کان د اقتصادي ارزښت، دکان د استخراج قراردادي کمپنۍ سره د جدي مذاکراتو، د کان اړوند سیمه کې د لرغونو اثارو د خوندیتوب په تړاو خبرې وکړې.
د کانونو او پترولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د مس عینک کان کې له قراردادي کمپنۍ سره د حقوقي او تخنیکي مواردو په تړاو معلومات وړاندې کړل او د یاد معادن د استخراج او اقتصادي لومړیتوبونو په تړاو یې د هېواد د جلالتمآب جمهوررئيس لیدلوری او لیوالتیا بیان کړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر د عینک مسو کان کې د شته لرغونو اثارو او تاریخي ابداتو د ارزښت او په مسلکي توکه د دغو اثارو د انتقال مصونیت په تړاو ټینګار وکړ.
دغه راز د ښارجوړونې او ځمکو وزیر محمود کرزي وویل، له چینایي کمپنۍ سره د مس عینک کان د استخراج برخه کې له لومړي سر لازمه همکاري نه کیدله او له تېرو لسو کلونو قراردادي کمپنۍ له حقوقي او امنیتي ستونزو سره مخامخ ده.
پرېکړه دا شوه، چې د مس عینک کان کې له چینایي کمپنۍ سره د ټولو موجودو حقوقي، اقتصادي،فرهنګي او اجتماعي ستونزو حل او د تاریخي اثارو د بشپړخوندیتوب په موخه د لازموهمکاریو لپار د کانونو- اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو ترمنځ او هم د کانونو او ښار جوړولو وزارتونو ترمنځ د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شي.
دغه راز د یادو وزارتونو د استازو ګډه کاري کمېټه جوړاو موظف شوه، چې په یوې اونۍ کې خپلې طرحې چمتو او د وروستي تصمیم په موخه د جمهوري ریاست حقوقي واحد له طریق له جلالتمآب جمهوررئیس سره شریک شي.