د چارو ادارې نوي مرستیالان معرفي شول

د چارو ادارې نوي مرستیالان معرفي شول

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس د دې ادارې کارمندانو ته د کوچني داختر د مبارکۍ ترڅنګ د چارو ادارې نوي مرستیالان هم ور وپېژندل.

د چارو ادارې لوی رئیس په هغو مراسمو کې په دې مناسبت د چارو ادارې انګړ کې جوړ شوي و، دې ادارې ته د جلالتماب ولسمشر لخوا ورسپارل شویو مسؤلیتونو ته په نغوتې سره وویل: د دې ادارې نوي مرستیالان به د لازم تخصص او تجربې په درلودلو سره هڅه وکړي چې د چارو د لا غوره تنظیم زمینه برابره کړي.

دغه راز هغه د جمهوري ریاست د چارو ادارې له کارمندانو و غوښتل چې د کابینې له پرېکړې سره سم په دوه کاري شفټونو کې حاضر شوي څو وزارتونو او خلکو ته د چوپړتیاو په وړاندې کولو او د اسانتیاو په برابرولو کې خنډ رامنځته نشي.