د چارو ادارې لوی رئیس د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر معرفي کړ


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي نن د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یوې غونډې پرمهال، د جمهوري ریاست د عالي مقام د یو شمېر سلاکارانو او نورو لوړ رتبه مقاماتو په حضور کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست او نوماند پوهنمل حمیدالله فاروقي د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي کړ.
په غونډه کې لومړی د چارو ادارې د ادارې او سرچینو مرستیال احمدالله نوید د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د سرپرست او نوماند په توګه د ښاغلي فاروقي د ټاکل کیدو حکمونه ولوستل.
ورپسې د وزارت مخکیني وزیر لعل الدین اریوبي د خپل کاري راپور او لاسته راوړنو د بیانولو ترڅنګ نوي وزیر ته د ټاکل کیدو مبارکي وویله.
د شهیدانو او معلولینو وزارت سرپرست او نوماند حمیدالله فاروقي د مخکیني وزیر د فعالیتونو پر ستایلو سربېره وویل، چې د وزارت له مخکیني ټیم او وړتیاوو سره به د پيل شویو کاري پروګرامونو د دوام لپاره کارکوي.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د مخکیني وزیر د لاسته راوړنو د ستاینې او نوي وزیر ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د شهیدانو او معلولینو وضعیت ته د جدي پاملرنې په تړاو د جلالتماب جمهور رئیس لیدلوری بیان کړ.
ډاکټر فضلي په جینیوا کنفرانس کې د فساد پر وړاندې د مبارزې او اصلاحاتو په اړه د افغانستان د دولت ژمنو ته په اشارې ټینګار وکړ، چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت نوې رهبري دې د دغو ژمنو پر عملي کیدو تمرکز وکړي.
د چارو ادارې لوی رئیس د الکترونیکي تذکرو د وېش چټکتیا هم د فساد پر وړاندې مبارزه او د اصلاحاتو په بنسټي کیدو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لپاره ګټور وګڼل.
ښاغلي فضلي د جمهوري ریاست د بنسټ او جلالتماب جمهور رئیس په استازیتوب د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته ډاډ ورکړ، چې حکومت یې په ستونزو او غوښتنو خبر دی او ورته لازمه رسیدګي کوي.
د غونډې په پای کې د چارو ادارې لوی رئیس د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت نوی سرپرست او نوماند د هغه تر کاري دفتره بدرګه او رسماً یې خپلې دندې ته معرفي کړ.