عامې روغتيا وزارت او افغاني سره مياشت د رواني ناروغانو د تشخيص او درملنې طرحې جوړولو ته مؤظف شول


د کابل ښار په مرستونونو کې د رواني ناروغانو او بې سرپرستو خلکو د تشخيص، درملنې او ساتنې په موخه د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست په کوربه توب او د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام مرستيال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د افغاني سرې مياشتې مسوولينو په کابل ښار کې د مرستونونو د رواني ناروغانو د درملنې په اړه وويل: د دغو خلکو د درملنې مسووليت د قانون له مخې د عامې روغتيا وزارت دنده لري او د رواني ناروغانو د درملنې لپاره تر اوسه کوم مشخص پروګرام نشته.
د عامې روغتيا وزارت خدماتي مرستيال وحيد مجروح د کابل د مرستونونو وضعيت د انديښې وړ وباله او وويل، چې دغه وزارت رواني ناروغانو ته د خدماتو او درملنې لپاره چمتو دی، خو اړتيا ده چې په مرستونونو کې د ناروغانو او بې سرپرستو خلکو توپير وشي.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام مرستيال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مرستونونو کې اوسنی وضعیت انساني ناورين وباله او وويل، چې د چارو اداره د رواني ناروغانو او بې سرپرستو خلکو وضعیت ته جدي پاملرنه لري.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې افغاني سره مياشت او عامې روغتيا وزارت به د رواني ناروغانو او بې سرپرستو خلکو د تشخيص، ساتنې او درملنې لپاره يوه واضح طرحه جوړه کړي، چې له کره ارزونې وروسته به د يوه ملي سند په توګه د هېواد جلالتماب جمهور رئیس او په دې برخه کې له مرستندويو نړيوالو سازمانونو سره شريک شي.