د چارو ادارې لوی رئیس د بامیانو له والي سره د دغه ولایت د هوایي ډګر د پراختیا په اړه خبرې وکړې

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاګټر فضل محمود فضلي د بامیانو له والي سید انور رحمتي سره وکتل. ښاغلي رحمتي د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس سره په بامیانو ولایت کې د پراختیایي پروژو، د هوايي ډګر پراختیا او ګرځندوی سکتور پیاوړتیا، نوي ښارګوټي او سړک پروژو په اړه خپلې طرحې او وړاندیزونه شریک کړل. د چارو ادارې رئیس د بامیانو والي له هڅو د مننې ترڅنګ، د انکشافي پروژو تطبیق په چټکتیا ټینګار وکړ وې ویل: طرحې او وړاندیزونه به وڅيړي او د پلي کېدو برخه کې به یې هر اړخیزې همکارۍ وکړي.