د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس په جلا حکمونو کې د مالیې وزیرعبدالهادي ارغندیوال ګوښه کیدل او ښاغلی محمد خالد پاینده د مالیې وزارت د سرپرست په توګه منظور کړل.
د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس په جلا حکمونو کې د مالیې وزیرعبدالهادي ارغندیوال ګوښه کیدل او ښاغلی محمد خالد پاینده د مالیې وزارت د سرپرست په توګه منظور کړل. د جمهوري ریاست عالي مقام په حکم کې د مالیې وزیر د ګوښه کیدو دلایل د عوایدو په ټولو کې کموالی، په مالیې وزارت کې د غیرې قانوني مقرریو د څېړنو ګډ پلاوي سره نه همکاري او د دغو څېړنو مخه نیول، کمزوری مدیریت، د ښې حکومتولۍ ارزښتونو ته ژمنتیا نه لرل او په ورسپارل شوو وظایفو کې د هېواد اساسي قانونو 77 یمې مادې نه مراعت کول او د جمهوري ریاست د عالي مقام له حکمونو او هدایاتو څخه سرغړونه یاد شوي دي. د افغانستان اسلامي جمهوریت عالي مقام د هېواد اساسي قانون د 64 مادې د 11مې فقرې په اساس د مالیې د وزیرعبدالهادي ارغندیوال عزل کیدل او یاد وزارت لپاره محمد خالد پاینده د سرپرست په توګه ټاکل منظور کړي دي.