د کابینې د مصوبو د ښه پلي کیدو د چټکتیا په اړه د همغږۍ غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د بېلا بېلو دولتي ادارو او وزارتونو د استازو په ګډون، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې د غونډو د ښه والي او مصوبو د ښه پلي کیدو په موخه د همغږۍ غونډه وکړه.
دا غونډه، چې د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ او د چارو ادارې اړوند، د کابینې د چارو د سمون ریاست په کوربه توب جوړه شوې وه، له ګډونوالو سره یې د کابینې د غونډو د جوړولو د میکانیزم،د کابینې په اجنډا کې د شاملیدونکو موضوعاتو په اړه د اسنادو د لیږد پر څرنګوالي، د کابینې د مصوبو پر ارزښت او د دندو پر ښه ترسره کیدو بحثونه او د نظرونو تبادله وشوه.
په غونډه کې پریکړه وشوه، چې دولتي بنسټونه د کابینې پریکړې پرخپل وخت او با کیفیته ډول تطبیق او د چارو له ترسره کیدو څخه د کابینې د سمون د چارو ریاست ته د چمتو شویو فارمټونو له مخې خپل راپورونه او اسناد واستوي.