1 سلواغه 1399
د چارو ادارې لوی رئیس د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال سره د افغانستان د ملي پراختیا او سولې د دویم ملي سند په اړه بحث وکړ
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال رامز الاکبروف سره ولیدل.
په دې لیدنه کې، دواړو لوریو د افغانستان د ملي پراختیا او سولې د دویم ملي سند (ANPDF-II)، د افغانستان د مشارکت چوکاټ، د ولایتي شوراګانو او غزني ولایت د پارلماني ټاکنو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.