د جینیوا کنفرانس د ژمنو د عملي کیدو په اړه د چمتووالي غونډه وشوه
په جینیوا کنفرانس کې د افغانستان حکومت د ژمنو د عملي کیدو په اړه د چمتووالي غونډه د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام ریاست له لوري، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په مشرۍ او د چارو ادارې د مرستیالانو په ګډون جوړه شوه.
په غونده کې، د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام رئیس شاه پور ژمن د جینوا د ۲۰۲۰ کنفرانس پرمهال د ژمنو د تحقق د طرزالعمل مسوده وړاندې کړه، چې پکې د ژمنو د تحقق څرنګوالی، کاري تګلاره او د ټولو اړوندو ادارو مسوولیتونه څرګند شوي وو.
هغه دغه راز، په ۲۰۲۱ کال کې د یادو ژمنو د تحقق د عمومي او عمل پلانونو مسوده، چې د وزارتونو او دولتي ادارو په کچه جوړه شوې وه، غونډې ته وړاندې کړه.
د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي له افغانستان سره د بهرنیو مرستو او نړیوالو مالي مرستو د ژمنو له بې ساري یادولو سره وویل، چې دا ژمنې د هېواد له اوسني نظام څخه د نړیوالې ټولنې د سیاسي او اقتصادي ملاتړ تعهد څرګندوي.
ښاغلي فضلي د دغو ژمنو تحقق افغانستان ته ډېر مهم او ارزښتناک وګڼل او زیاته کړه، چې وزارتونه او دولتي ادارې دې شوې ژمنې په سمه او نتیجه محوره توګه عملي کړي.
د چارو ادارې لوی رئیس ټینګار وکړ، چې د چارو اداره باید په دې برخه کې پر څلورو محورونو( اسانتیا برابرولو، ملاتړ، څارنې او مثبت فشار) کې اساسي ونډه ولري.
د غونډې په پای کې پریکړه وشوه، چې یاد شوي اسناد یې د غونډې د ګډونوالو د نظریاتو له پام کې نیولو سره اصلاح، د ژمنو د عملي کوونکو او همکارو وزارتونو او ادارو د همغږۍ غونډه جوړه او وروسته یاد شوي اسناد د منظورۍ لپاره د کابینې غونډې ته وړاندې شي.