د چارو ادارې لوی رئیس د انګلستان سفیرې سره پر دوه اړخیزو همکاریو بحث وکړ


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په کابل کې د انګلستان شاهي هېواد له سفیرې مېرمن الیسون بلک سره د ویډیو کنفرانس له لارې ولیدل.
په دې لیدنه کې، دواړو لوریو د ګډو همکاریو د زیاتوالي، تاوتریخوالي او هدفي وژنو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
مېرمن بلک د هدفي وژنو او زیات شوي تاوتریخوالي د غندنې ترڅنګ، له طالبانو د زر اوربند غوښتنه وکړه.