د چارو ادارې لوی رییس د ايټالیا لوی سفير سره د جنیوا کنفرانس د ژمنو د تعقیب په اړه خبرې وکړې


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس ډاکټر فضل محمود فضلي کابل کې د ايټالیا لوی سفير ښاغلي ویتوریو ساندلي سره وکتل.
د چارو ادارې لوی رییس او د ايټالیا سفیر، په جنيوا کنفرانس کې د افغان حکومت د ژمنو تعقیب، دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا، هېواد کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو زیاتوالي په تړاو بحث او نظرونه شریک کړل.
ښاغلي ساندلي د تاوتریخوالي له ډېریدو اندېښنه وښودله او هېواد کې یې هدفي وژنې وغندلې.