د چارو ادارې لوی رئیس د کاناډا سفير سره د فساد ضدې مبارزې په اړه بحث وکړ


د جمهوري رياست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د ويډيو کنفرانس له لارې په کابل کې د کاناډا له مېشت سفير ښاغلي رايډ سيروس سره خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، دواړو لوريو د روان وضعيت او په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د هڅو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.