د موټرو د لمبر پلیټونو د الکترونیکي کیدو طرحه بحث او وڅېړل شوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست نن د موټرو د لمبر پلیټونو د الکترونیکي کیدو په اړه د افغان ترافیک شرکت طرحه د اړوندو وزارتونو او ادارو د استازو په ګډون بحث ته وړاندې کړه.

دا غونډه د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا واحد د پانګونې د ملاتړ ریاست له لوري جوړه شوې وه، چې پکې د ملي امنیت شورا، کورنیو چارو، مالیې، ټرانسپورت، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، ترافیکو ریاست، کابل ښاروالۍ، سوداګرۍ او پانګونې خونې او افغان ترافیک شرکت استازو ګډون درلود.

په غونډه کې د یاد شوي شرکت استازو خپله طرحه بحث ته وړاندې کړه، چې ګډونوالو هر اړخیز بحثونه پرې وکړل.

په پای کې پریکړه وشوه، چې د موټرو د لمبرپلټونو د الکترونیکي کیدو طرحه به رسماً له ترافیکو ریاست او نورو اړوندو ادارو سره د لا زیاتو بحثونو، وروستي کیدو او عملي کیدو ته یې د زمینه برابرولو په موخه شریکه شي.