د چارو ادارې لوی رئیس د تیتسو ناکامورا په نوم پوسټي ټکټ پرانېست


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په چهارچنار ماڼۍ کې د جاپاني الاصله افغان خدمتګار ډاکټر تیتسو ناکامورا د لومړي تلین په مناسبت د هغه په نوم پوسټي ټکټ پرانیست.
ډاکټر فضلي د خپلې وینا پرمهال وویل: ناکامورا باور درلود چې د پرمختیا او زیربنا جوړولو له لارې کولای شو د محرومو انسانانو دردونه دوا کړو. هغه د بېړنۍ مرستې پر ځای د دوامداره تغییر لپاره هڅې کولې. یانې، خلکو ته د ماهي ورکولو پر ځای یې، د ماهي نیولو او ماهي ساتلو طریقې ورښودلې.
د چارو ادارې لوی رئیس زیاته کړه، چې جلالتماب جمهور رئیس د اوبو د مدیریت په اړه د ناکامورا د ارمانونو پوره کولو ته ژمن دی او په نیږدې وخت کې به د کمال خان بند چارې بشپړې او دا بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
هغه دغه راز، په کابل کې د پوسټي کوډونو د ستونزې له حلولو او پوسټي خدمتونو له زیاتیدو سره د پوسټي عوایدو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
د افغان پوسټ دولتي شرکت رئیس احمد وحید ویس د چارو ادارې له رهبرۍ مننه وکړه، چې د دغه پوسټي ټکټ د پرانیستې د زمینه سازۍ ترڅنګ یې ورسره په ټولو چارو کې لازمې همکارۍ کړي دي.
په افغانستان کې د جاپان د سفارت شارژدافیر یوشیاکي تاکاهاشي د افغانستان له حکومت څخه د ناکامورا د خدمتونو د درناوي له کبله مننه وکړه او د خپل هېواد د همېشني ملاتړ ډاډ یې ورکړ.