د اماراتو العربيه هوايي شرکت له اريانا افغان شرکت سره د ګډې پانګونې پلان لري
د متحده عربي اماراتو العربيه هوايي شرکت تخنيکي پلاوي له اريانا افغان هوايي شرکت سره د ګډې پانګونې په اړه نن د جمهوري رياست د چارو ادارې د لوی رئيس ډاکټر فضل محمود فضلي په مشرۍ د همغږۍ غونډه وکړه.
په دې غونده کې د جمهور رئيس ستر حقوقي سلاکار او د جمهوري رياست د حقوقي واحد رئيس کبيرخان عيسی خېل، د ماليې وزارت استازي او د دغه راز د چارو ادارې د پانګونې د اسانتيا واحد سرپرست فهد داوود مومند هم ګډون درلود.
د اماراتو العربيه هوايي شرکت راغلي تخنيکي پلاوي وويل، چې کابل ته د سفر پرمهال يې د افغانستان د هوايي چلند ادارې چارواکو سره د ناستې ترڅنګ له حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر څخه ليدنه کړې ده.
د پلاوي په خبره له نورو دولتي ادارو او خصوصي سکتور سره به هم ورته ناستې ترسره او د موندونو پايلې به خپل مرکزي دفتر سره شريکې کړي.
د چارو ادارې لوی رئيس پر دغې ګډې پانګونې د خوښۍ ښودلو ترڅنګ د هوايي چلند په برخه کې د اصلاحاتو او عصري کيدو په اړه د جلالتماب جمهور رئيس ليدلوری بيان کړ.
ډاکټر فضلي ياد شوي پلاوي ته په خطاب کې وويل: جلالتماب جمهور رئيس ستاسې په راتګ خبر او خوشاله دی، زه د عالي مقام په استازيتوب ډاډ درکوم، چې د چارو په اسانتيا او چټکتيا کې به مو بشپړه همکاري وکړو.
د جمهوري رياست د حقوقي واحد رئيس کبيرخان عيسی خېل د دغې ناستې پرمهال د هوايي چلند د معياري کيدو په موخه د اصلاحاتي پروګرامونو له يادونې سره وويل، چې د افغانستان حکومت په دې برخه کې پر نړيوالو معيارونو د برابرو خدماتو د زمينې جوړولو هڅې کوي.
د اريانا افغان هوايي شرکت استازي له حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر څخه د العربيه هوايي شرکت د پلاوي د ليدنې جزيات وړاندې او وويل، چې ياد شوي پلاوي ته يې د دغه نړيوال هوايي ډګر له بېلا بېلو برخو د ليدنې او مسلکي ارزونو زمينه برابره کړې وه.
په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفير جاويد احمد د ويډيو کنفرانس له لارې وويل: د العربيه شرکت نړيوال شهرت او معياري خدمتونو ته په کتو سره به دا ګډه پانګونه د کابل او منځنۍ اسيا ترمنځ د مستقيمو الوتنو، اقتصادي او سوداګريزو فرصتونو او دغه راز د اريانا افغان شرکت د خدماتو، عوايدو او وړتياوو د لوړيدو سبب شي.