د چارو ادارې لوی رئیس د هم لوریو ګوندونو مشرانو سره د ملي بهیرونو په اړه بحث وکړ

د چارو ادارې لوی رئیس د هم لوریو ګوندونو مشرانو سره د ملي بهیرونو په اړه بحث وکړ


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د هم لوریو ګوندونو له مشرانو هر یو: د افغانستان د حراست ګوند رئیس استاد محمد اکبري، د حرکت اسلامي متحد افغانستان ګوند رئیس استاد ابوالحسین یاسر، د افغانستان ملي اقتدار ګوند رئیس سید علي کاظمي او د افغانستان د اعتدال ګوند رئیس سید حسن صفایي بلخابي سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د سولې خبرو په اړه د نظرونو د تبادلې ترڅنګ له ملي بهیرونو څخه د ملاتړ او د جمهوریت په پياوړتیا کې د ګوندونو د رول په اړه بحث وشو.
د هم لوریو ګوندونو مشرانو له ملي بهیرونو او جمهوریت څخه د ملاتړ ترڅنګ ټینګار وکړ، چې د ملي بهیرونو د ملاتړ لپاره دې د هېواد د ټولو قومونو او خلکو ترمنځ انسجام رامنځته شي.