افغان پُسټ د هوایي دهلیزونو له لارې خپل خدمتونه پيلوي

افغان پُسټ د هوایي دهلیزونو له لارې خپل خدمتونه پيلوي


د هوایي دهلیزونو له لارې د افغان پُسټ دولتي شرکت د خدمتونو د اسانتیا برابریدو په اړه له صنعت او سوداګرۍ وزارت، ملکي هوایي چلند ادارې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هوکړه لیکونو د لاسلیک په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.
دا غونډه، د جمهوري ریاست د چارو ادارې اړوند د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام ریاست بللې وه، چې پکې د یادو ادارو لوړپوړو استازو ګډون درلود.
په غونډه کې له خونو فدراسیون سره هم د یاد شوي هوکړه لیک د لاسلیک پریکړه او د ګډ هوکړه لیک په اړه هراړخیز بحثونه وشول.
په پای کې پریکړه وشوه، چې افغان پُسټ به د خونو فدراسیون سره د همغږۍ بله غونډه ترسره او یاد شوی فدراسیون به د هوکړه لیک پينځم لوری وي.
په پام کې ده، چې یاد شوی هوکړه لیک به د جلالتماب جمهور رئیس په حضور کې د اقتصاد عالي شورا د راتلونکې غونډې پرمهال لاسلیک شي.