د کجکي بريښنا بند کاري پرمختګونو او شته ستونزو د اوريدو غونډه وشوه


دا غونډه د جمهوري رياست د چارو ادارې لوی رياست د عامه او خصوصي مشارکت رياست له لوري د اوبو د چارو تنظيم ادارې او د افغانستان بريښنا شرکت استازو په ګډون رابلل شوې وه.
په پېل کې د کجکي بريښنا بند پروژې د کاري پرمختګونو او د کار په وړاندې موجوده تخنيکي، مالي او حقوقي ننګونو په تړاو پريزينټيشن وړاندې شو او ګډونوالو نظرونه شريک کړل.
غونډه کې د کجکي بريښنا بند د رغونې قراردادي کمپنۍ کاري پرمختګ، نويو توربينونو، دروازو، د بند ترڅنګ د پارچوو جوړولو، د پروژې د استملاکي ځمکو او بديل استوګنځايونو جوړولو په تړاو خبرې وشوې.
دغه راز د پروژې لپاره د نړيوال بانک د مالي تضمين اخيستنې د اصولو مطابق د کجکي بند د بريښنا توليد وړاندې ايران هېواد ته د رسمي خبرتيا ورکولو په تخنيکي او حقوقي مسله بحث وشو.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې د اوبو د چارو تنظيم اداره به خپل ټول وړانديزونه په ليکلې بڼه شريک او د عملي اقدماتو په موخه به د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې شي.