د بریښنایي حکومتولۍ د پياوړتیا په موخه د G42 شرکت چارواکو سره د اړوندو ادارو غونډه وشوه
د بریښنایي حکومتولۍ د پياوړتیا په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ د وزیرې معصومه خاورې، د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا رئیس عطاالله نصیب، د اترا ادارې رئیس محمد عمر انصاري، د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې مرستیال بهادر هلالي او G42 شرکت د چارواکو په ګډون غونډه وشوه.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست سلاکار صمیم عارف ګډونوالو ته د هرکلي ویلو ترڅنګ په غونډه کې د G42 شرکت د استازو ګډون ته له اشارې سره وویل، چې دا غونډه د جلالتماب جمهور رئیس د لارښوونې او لیدلوري پربنسټ د بریښنایي حکومتولۍ د پياوړتیا په موخه جوړه شوې ده.
د پانګونې اسانتیا واحد رئیس د ویډیو کنفرانس له لارې د بریښنایي حکومتولۍ، د سیستمونو د ادغام، شبکو جوړولو او بریښنایي حکومتولۍ د طرحې په اړه د غونډې ګډونوالو سره معلومات شریک او په پرمختللي سیسټم د لومړنیو سیسټمونو پر بدلولو ټینګار وکړ.
په ابوظبۍ کې د افغانستان سفیر جاوید احمد هم د ویډیو کنفرانس له لارې وویل، چې بریښنایي حکومتولي یوه مهمه اړتیا ده. هغه دغه راز، د ستونزو پر حل، سایبري امنیت او د شته سیسټمونو پر تحلیل ټینګار وکړ.
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیرې د بریښنایي حکومتولۍ اغېزناکتوب ته په اشارې سره غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې دې د پرمختللو هېوادونو له تجربو ګټه واخیستل شي، بهیرونه دې اسانه، بریښنایي زیربناوې دې پياوړې او سیسټم جوړونه دې په ملي او سیمه ییزه کچه پراخ کړل شي.
د اترا ادارې رئیس وویل: د اترا ادارې موخه د انټرنیټ کیفیت لوړول، د اړتیا زیاتول او له انټرنیټ څخه د ګټې اخیستنې پراختیا ده.
د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې مرستیال د دغې ادارې د څلورو کاري بهیرونو( سروې، د معلوماتو مدیریت، بریښنایي تذکرو او سیسټمونو د پراختیا) په اړه معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په پای کې د مخابراتو وزارت، اترا او احصائیې ملي ادارې تخنیکي همکارانو خپل پریزنټیشنونه وړاندې کړل، چې په اړه یې هر اړخیز بحثونه وشول.
وروسته بله غونډه دG42 شرکت د چارواکو، د افغانستان د خونو د فدراسیون عمومي رئیس محمد اسماعیل غضنفر، د معادن او صنایعو خونې رئیس شېرباز کمین زاده او د افغانستان د سوداګرۍ نړیوالې خونې د اړیکو مسوول سید حامد هاشمي په ګډون ترسره شوه.
خصوصي سکتور او د افغانستان سوداګریزو خونو د بریښنایي حکومتولۍ په اړه د جلالتماب جمهور رئیس د لېوالتیا د مننې ترڅنګ د ننګونو په اړه خپل نظرونه وړاندې او ټینګار وکړ، چې د اماراتو د بریښنایي سیسټم موډل دې په افغانستان کې هم عملي شي.