د افغانستان – ترکمنستان ۳ بشپړې شوې ګډې پروژې پرانیستې ته چمتو دي


د ریلوۍ، بریښنا او نوري فایبر په برخو کې د افغانستان – ترکمنستان ترمنځ بشپړې شوې درې پروژې پرانیستې ته چمتو دي، چې زر به دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو له لوري رسماً پرانیستل شي.
د دغو پروژو د پرانیستې په اړه نن د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام د مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ د څه باندې ۲۱ وزارتونو او ادارو د لوړپوړو استازو په ګډون غونډه وشوه.
په غونډه کې د اوسپنې پټلۍ ادارې، بریښنا شرکت او مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت استازواو د تخنیکي، امنیتي، مطبوعاتي، تشریفاتي او ولایتي کمېټو مسوولینو وویل: د یادو پروژو د پرانیستې مراسمو ته هر اړخیز چمتووالی بشپړ شوی.
د جوزجان والي محمد هاشم رئیس هم د ویډیويي کنفرانس له لارې ډاډ ورکړ، چې د فاریاب ولایتي ادارې سره په همکارۍ او همغږۍ د مراسمو ښه ترسراوي ته پوره چمتو دي.
په غونډه کې د مراسمو د لا ښو تدابیرو په اړه بحثونه او د نظرونو تبادله هم وشوه.