د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د غړو هېوادونو د اقتصادي زونونو د لوړپوړو مسوولینو د همغږۍ لومړنۍ غونډه وشوه


د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د غړو هېوادونو د اقتصادي زونونو د لوړپوړو مسوولینو د همغږۍ لومړنۍ غونډه د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې د اسانتیا واحد د اقتصادي زونونو د انسجام چارو ریاست او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اړوندو برخو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مسوولینو حضور کې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه.
دغه غونډه کې د ایکو اقتصادي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي زونونو د همغږۍ د ګډې کمېټې جوړولو اود ایکو ځانګړو اقتصادي زونونو د سیمه ییزې شبکې د پیاوړتیا څرنګوالي په اړه بحثونه ترسره او لازمې پرېکړې وشوې.
د پانګونې د اسانتیا واحد د اقتصادي زونونو د انسجام چارو ریاست هېواد کې د اوو اقتصادي زونونو د ماسټر پلان د ترتیب برنامې او د ځانګړو اقتصادي زونونو او دهلیزونو په رامنځته کولو سره له ایران، پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا خبر ورکړ او وړاندیز یې وکړ، چې د غړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ غونډو جوړول دوام پیدا کړي.
په غونډه کې پرېکړه وشوه څو، د ایکو سازمان د غړو هېوادونو د خاص اقتصادي زونونو د همغږۍ او د فعالیتونو د انسجام میکانیزم چمتو شي او ګډ عملیاتي پلان ترتیب شي.