د عوایدو عالي شورا جوړه شوه

د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۱۴۱ ګڼه فرمان پر بنسټ، د افغانستان اسلامي جمهوریت د عوایدو د زیاتوالي په موخه د عوایدو عالي شورا جوړه شوه.
د دغه پینځه ماده ییز فرمان پربنسټ، د یادې شورا مشري د جلالتماب جمهور رئیس پر غاړه ده.
د افغانستان لپاره د جینیوا کنفرانس د ژمنو له مخې، تر ۲۰۲۴ پورې له افغانستان سره نړیوالې مرستې دوام لري، خو تر هغې وروسته باید عادي او پراختیايي بودیجه دواړه د افغانستان اسلامي جمهوریت له عوایدو تامین شي.
له دې کبله، د عوایدو عالي شورا جوړه شوه، څو د دولتي عوایدو د زیاتوالي په موخه پالېسۍ، پلانونه، طرحې او پروګرامونه تصویب او دغه راز د مالي، بودیجوي او عایداتي سکتور د وزارتونو ترمنځ د مالي پروګرامونو، ستراتیژیو، پالېسیو په عملي کیدو کې روڼتیا او همغږي رامنځته شي