8 مرغومی 1399
د چارو ادارې لوی رئیس په کابل کې د ناروې شاهي هېواد له سفیر سره د پېژندګلوۍ لیدنه وکړه
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په کابل کې د ناروې شاهي هېواد له سفیر ښاغلي آول اندرس لیندمن سره د پېژندګلوۍ لیدنه وکړه.
د دغې لیدنې پرمهال د چارو ادارې لوی رئیس له افغانستان څخه د ناروې شاهي هېواد د دوامداره ملاتړ قدرداني وکړه.
دواړو لوریو د افغانستان د روان وضعیت په اړه هم بحث او خبرې اترې سره وکړې.