د چارو ادارې لوی رئیس د ولسي جرګې له دوېم مرستیال سره ولیدل


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د ولسي جرګې دوېم مرستیال غلام عباس ابراهیم زاده سره ولیدل.
د لیدنې پرمهال د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، سولې بهیر و د 1400 مالي کال د بودیجې په اړه بحث او تبادل نظر وشو.
دغه راز د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس له ملي پروسو څخه د ولسي جرګې د ملاتړ مننې ترڅنګ، د سولې له ملي پروسې د ولسي جرګې د هر اړخیز ملاتړ غوښتنه وکړه.