د غلام خان بندر د فعالیدو او پر دغه ټرانزیټي مسیر د سوداګریزو اسانتیاوو د رامنځته کیدو په اړه غونډه وشوه

 

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا واحد اړوند د اقتصادي زونونو د انسجام د چارو ریاست په کوربه توب د خوست د غلام خان بندر د فعالیدو او پر دغه ټرانزیټي مسیر د سوداګریزو اسانتیاوو د رامنځته کیدو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د بهرنیو، کورنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، ښارجوړونې او ځمکو، صنعت او سوداګرۍ، مالیې او فواید عامې وزارتونو، سیمه ییزو ارګانونو، اوسپنې پټلۍ، نورم او سټنډرډ ادارو مرستیالانو او با صلاحیته استازو او د صنایعو او معادن خونې عمومي رییس ګډون کړی و.
په پيل کې د اقتصادي زونونو د انسجام د چارو رئیسې فروزان فقیري د غلام خان بندر د چارو ګړندي کیدو په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۱۵۲۷ ګڼې لارښوونې په يادولو سره د ګډو ترسره شوو کاري پرمختګونو او روانه اونۍ په پاکستان کې د اپتیکا اتمې ناستې د جوړیدو خبر ورکړ . نوموړې د اړوندو وزارتونو او ادارو له استازو یې وغوښتل چې د غلام خان بندر په اړه دخپلو کاري پرمختګونو معلومات وړاندې کړي.
په غونډه کې پریکړه وشوه، چې د غلام خان بندر د فعالولو د کمېټې ټولې غړې ادارې د عملیاتي پلان سره سم، خپل فعالیتونه منسجم او په دې برخه کې عملي اجراآت وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د غلام خان بندر پرانيستې او له دغه مسیر څخه د سوداګریزو راکړو ورکړو لوړوالي په موخه، د وارداتي توکو د قرنطین د سرتیفیکټونو برخه کې تغییراتو، د غلام خان بندر د ښارګوټي د ځمکې سروې بشپړيدو، په دغه بندر کې د ایسکوډا سیستم فعالیدو او له IRU او TIRسیستم سره یې په نښلولو کې يې د پام وړ پرمختګ شوی .
د دې تر څنګ د بندر د امنیت ساتنې او پکې د نا قانونه سوداګرۍ د مخنیوي لپاره لازمې پرېکړې شوي دي.