د جلغوزو د بازارموندنې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د هېواد جلغوزو ته د بازار موندنې په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام د لارښوونې د عملي کیدو په موخه، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا واحد د پانګونې د ملاتړ ریاست له لوري د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او صنعت او سوداګرۍ وزارت استازو هم ګډون درلود، لومړی د پانګونې د ملاتړ رئیس عبدالباري بلوچ د غونډې د موضوعاتو په اړه بحث وکړ.
په غونډه کې له بحثونو وروسته پریکړه وشوه، چې جلغوزو ته د بازار موندلو لپاره به د یوې مشخصې طرحې د جوړیدو ترڅنګ په کابل کې د بهرنیو سفیرانو، سوداګریزو آتشو او ملي سوداګرو په ګډون د جلغوزو نندارتون جوړ شي.
د دې ترڅنګ به په بهرنیو هېوادونو کې هم د جلغوزو نندارتونونه جوړ او په دې اړه سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شي.
غونډې، په پکتیا کې د جلغوزو د پروسس فابریکې د پرانیستې په اړه هم بحث او خبرې وکړې.