د پانګونې د ملاتړ کمېټې دویمه غونډه وشوه
د اقتصاد د عالي شورا اړوند د پانګونې د ملاتړ کمېټې دویمه غونډه د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا واحد د رئیس عطاالله نصیب په مشرۍ د کمېټې د ۱۸ غړو وزارتونو او ادارو د مرستیالانو او استازو په ګډون جوړه شوه.
دا غونډه، چې د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام ریاست په کوربه توب جوړه شوې وه، لومړی پکې له پانګونې څخه د ملاتړ کمېټې کړنلاره د عالي شوراګانو د چارو د انسجام رئیس شاه پور ژمن بحث ته وړاندې کړه.
وروسته د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د نفتي توکیو د لېږد د پایپ لاین جوړیدو پریزینټیشن د سیکیور کمپنۍ، په ازبکستان کې د افغان کرنیزو توکیو د پروسس طرحه په اقتصادي، سوداګرۍ، پراختیا او غربت کمولو چارو کې د جمهور رئیس د ځانګړي استازي دفتر او څلورو شبکو ته د فایبر نوري د جواز صادرولو په اړه راپور د اترا ادارې د سرپرست له لوري وړاندې شو.
پر یادو موضوعاتو له بحثونو او د نظرونو له تبادلې وروسته پریکړه وشوه، چې مطرح شوي نظریات به د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د چارو د انسجام ریاست او پانګونې اسانتیا واحد له لوري توحید او د اقتصاد عالي شورا غونډې ته وړاندې شي.