1 مرغومی 1399
د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدایت په اساس د کرکټ نړیوال لوبغالي جوړولو لپاره ځمکه وټاکل شوه
د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدایت په اساس د کرکټ نړیوال لوبغالي جوړولو لپاره د اړتیا وړ ځمکه د کابل الوخېلو سیمه کې وټاکل شوه.
جلالتمآب جمهوررئیس د کرکټ لوبغاړو او مینه والو سره د کرکټ نړیوال لوبغالي د جوړولو ژمنه کړې وه، چې په همدې موخه د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام چارو ریاست له لوري د ښار جوړولو او ځمکو وزارت، کابل ښاروالۍ او کرکټ بورډ ادارې د استازو حضور کې غونډه جوړه شوې وه، څو د کرکټ بورډ ادارې ته د یادې شوې ځمکې د لېږد مراحل بشپړ شي.