د جمهوري ریاست د چارو ادارې اداري غونډه جوړه شوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې اداري غونډه د چارو ادارې د لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې، ډاکټر ابراهيم شينواري او سبحان روف ته د چارو ادارې د نويو سلاکارانو په توګه د ټاکل کيدو مبارکي وويل شوه. دغه راز، په جینیوا کنفرانس کې د افغانستان د حکومت د ژمنو د تعقيب او عملي کيدو د ګړندي کیدو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
همدا شان، په جینوا کنفرانس کې د افغانستان حکومت د ژمنو د تعقيب د جدول په اړه، چې څو ادارو چمتو کړی و، معلومات وړاندې شول، پريکړه وشوه، چې د ژمنو د تعقيب لپاره واحد جدول جوړ شي.
د دې تر څنګ به ذيدخلې ادارې خپل با صلاحيته ارتباطي کسان ټاکي، څو شوې ژمنې په دوامداره توګه تعقيب کړي.
په همدې ډول، اداري غونډې د کابینې د انسجام ریاست مؤظف کړ، څو د کابینې غونډې داسې تنظيم کړي چې په هره غونډه کې مشخصې ادارې او وزارتونه په جینیوا کنفرانس کې د خپلو اړوندو ژمنو د پرمختګ راپور وړاندې کړي.
په دې اداري غونډه کې، دغه راز د جمهوري ریاست د چارو ادارې د تشکیلاتو په اړه له بحث وروسته پريکړه وشوه، چې د بستونو تنزيل، تنقيص، بدلون او زياتوالی د اړتيا او معقولیت له مخې وشي.