د چارو ادارې لوی رئیس په کابل کې د اسټرالیا سفارت له شارژدافیر سره ولیدل

 

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په کابل کې د اسټرالیا سفارت له شارژدافیر ریچارد رودگرس سره د پېژندنې په موخه ولیدل. په دې لیدنه کې دغه راز، د افغان سولې بهیر د پرمختګونو، د هېواد روان وضعیت او د افغانستان دولت سره د اسټرالیا د مرستو د دوام په اړه د نظرونو تبادله وشوه.