د خصوصي سکتور د پراختیا کمېټې د کاري ډلې (PriSEC) غونډه وشوه


د جمهوري رياست د چارو ادارې د پانګونې د اسانتيا واحد رئيس عطاءالله نصيب په مشرۍ د خصوصي پانګونې په وړاندې د شته ستونزو د حل په موخه د خصوصي سکتور د پراختیا کمېټې د کاري ډلې (PriSEC) درېیمه غونډه ترسره شوه.
دغه غونډه کې، دجمهوري رياست د لومړي معاونيت، د ماليې، صنعت او سوداګرۍ، ښار جوړونې او ځمکو وزارتونو او د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو د پانګونې په وړاندې شته ستونزو د حل په موخه خپل نظرونه او وړانديزونه شريک کړل.
د غونډې ګډونوالو د سوداګرۍ او پانګونې پراختيا په موخه د تجارتي جوازونو د اخيستلو يا لغوه کولو پروسې د چټکتيا، د سيستمونو يو ځای کولو، د عامه او خصوصي مشارکت له طريق د پانګونې ګراف لوړولو، افغانستان کې د بهرنيو پانګه والو پام راړولو په موخه د سوداګرۍ او پانګونې د قوانينو ژباړې او دغه راز د پانګونې د جذب جامع ويب سايټ په جوړولو ټينګار وکړ.
د خصوصي سکتور استازو د ماليې وزارت له لوري شرکتونو او سوداګرو ته د ماليې متعدد تشخيصيه نمبر (TIN) او سوداگريز جواز د لغوه کولو د اوږدې پروسې او ګڼ شمير استعلامونو له موجوديت شکايت وکړ.
د پانګونې د اسانتيا واحد مشر د سوداګريزو جوازونو د اخيستلو او لغوه کيدو بهير چټکتيا کې د برښنايي تذکرو لرل مهم وبلل او پريکړه وشوه، چې د جواز د لغوې برخه کې شته ستونزو د دايمي حل لپاره تعقيبي ناسته وشي.