د ښوونکو د ښارګوټي په اړه د ښارجوړونې او ځمکو او پوهنې وزارتونو د ګډې طرحې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه
د ښوونکو د ښارګوټي په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدایت د تعقیب په موخه، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست اړوند، د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام د ریاست له لوري د همغږۍ غونډه وشوه، چې د پوهنې، ښارجوړونې او ځمکو او مالیې وزارتونو، سیمه ییزو ارګانونو او کابل ښاروالۍ استازو پکې ګډون درلود.
په دې غونډه کې، د ښارجوړونې او ځمکو وزارت وړاندیز شوې طرحه د ګډونوالو له لوري بحث او د ښه والي په اړه یې نور وړاندیزونه وشول.
د غونډې ګډونوالو پریکړه وکړه، چې د ښارجوړونې او ځمکو وزارت به د ځمکو، اوبو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا د مصوبې له مخې، یاده طرحه له پوهنې وزارت سره په ګډه څيړي او د نورو اړوندو ادارو د هر اړخیزو نظرونو د ترلاسه کولو په موخه به هغوی سره شریکوي.
دغه راز ټینګار وشو، چې د ښارجوړونې او ځمکو وزارت به په یوه اونۍ کې خپله طرحه د نورو اړوندو ادارو په همغږۍ وروستۍ او له چارو ادارې سره شریکوي، چې د ځمکو، اوبو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا په اجنډا کې شامله شي.