د چارو ادارې لوی رئیس کابل کې د ډنمارک سفیرې سره وليدل

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئيس ډاکټر فضل محمود فضلي په کابل کې د ډنمارک سفيرې مېرمن میتي ندسُن سره ولیدل.

د چارو ادارې رئيس له افغانستان سره د ډنمارک هېواد همکارۍ وستایلې او دواړو لوریو د جنیوا کنفرانس د ژمنو عملي کولو او دغه راز د سولې بهیر د پرمختګونو په تړاو خبرې وکړې.